ایکنانیوز دالجزیره له قوله راپور راکوي، سعودي عربستان اعلان کړی دی چې ددغه هیواد امنیتي ځواک څه دپاسه درې لکه هغه کسان چې د حج د مناسکو دترسره کولو لپاره ئې نامې ثبت کړي نه دي،د حج د مناسکو له پیلیدا کابو یوه اونۍ مخکې راهسې په دغه هیواد کې نیول شوي دي.
د عربستان واس رسمي خبري آژانس له مخې په نیول شوو کسانو کې هغه یولک درې پنځوس زره نهه سوه اته نوي بهرنیان هم لیدل کیږي چې د حج د ویزې په ځاي ئې په ټوریستي ویزو سره دغه هیواد ته ورغلي دي.
د حج د امنیتی کمیټې مشر او دعمومی امنیت مدیر محمد بن عبدالله البسامي ددې موضوع په باب په یولړ څرګندونو کې ووئيل، امنیتی ادارې تیر کال هم هغه ۶۴کسان چې له حج سره له اړونده مقرراتوا و قوانینو خلاف ورزي ئې کوله نیولي دي.۹۷ زره او ۶۶۴ هغه ګاډي چې د حج مناسکو سره اړونده محدودې ته وارد شوي هم نیول شوي دي.همداراز یولک یو اویا زره پنځه سوه اوه اتیا هغه کسان چې دمکې اوسیدونکی نه وو،خو دغه ښار ته وارد شوي وو هم نیول شوي دی.
د سعودي عربستان د اړونده چارواکو په وینا ، له تیرې شنبې ورځې راهسې څه د پاسه یو اعشاریه درې میلیون کسان چې په رسمی توګه ئې د حج لپاره نامې ثبت شوي دی ، د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره عربستان ته وارد شوي دي.